د ا.ا له بنده د مدني فعال ‘مطیع الله ویسا’ د ژر ازادېدو غوښتنه شوې ده

د ا.ا له بنده د مدني فعال ‘مطیع الله ویسا’ د ژر ازادېدو غوښتنه شوې ده

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي د ا.ا له بنده د مدني فعال او د قلم لار ټولنې د مشر مطیع الله ویسا د ژر تر ژره ازادېدو غوښتنه کړې ده

ریچارد بېنيټ نن سهار پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ا.ا له خوا د ویسا د نیول کېدو له امله اندېښمن دی.

د مطیع الله ویسا ورور محمد ولي اخلاقي رسنیو ته ویلي دي چې ویسا تېر ماښام د کابل خوشال خان مېنه کې د ا.ا د استخباراتو لخوا تر نیول کېدو وروسته نامعلوم ځای ته یوړل شو.

ا.ا په دې اړه لا تر اوسه جزیات نه دي ورکړي.

مطیع الله ویسا له شاوخوا ۱۴ کلونو راهیسې د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې د تعلیم د عامېدو کمپاینونه مخته وړي.