د لوړو زده کړو وزارت پر خصوصي پوهنتونونو مالیه کمه کړې ده

د لوړو زده کړو وزارت پر خصوصي پوهنتونونو مالیه کمه کړې ده

د لوړو زده‌کړو وزارت وياند حافظ ضياالله هاشمي په ټويټر کې راغلي دي چې د دوې مشر تابه په ١٤٠٢ مالي کال کې د خصوصي پوهنتونونو ۴ سلنه مالیه کمه کړې ده.

هاشمي دا اقدام له خصوصي پوهنتونونو سره د ا.ا د مشرانو خواخوږي بللې ده.

د لوړو زده کړو وزارت په داسي حال کې دا ادعا کوي چې په پوهنتونونو کې د پسرلني سمسټر له پیلېدو سره د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنې وايي چې پر نجونو د لوړو زده کړو د بندېزونو او د خلکو د اقتصادي وضعیت د خرابوالي له کبله یو شمېر خصوصي پوهنتونونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.