د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د بېړنۍ بودیجې غوښتنه کړې ده

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د بېړنۍ بودیجې غوښتنه کړې ده

 دا اداره وایي، که د روان اپرېل تر پایه ۹۳ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته ترلاسه نه کړي نو ښايي په افغانستان کې له زیانمنونکو سره یې مرستې ودرویږي.

د ډبلیو اف پي مشر ډېوېډ بېسلي ویلي دي چې له زیانګالو افغانانو سره د مرستې لپاره کافي بودیجه نه لري او د د مجبوریت له مخې یې تر اوسه پورې د خپلو مرستو اندازه پنځو سلنه کمه کړې چې په وینا یې څلور میلیونه خلک یې اغېزمن کړي دي.