منيزه کاکړ په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافعې وکیله وايي د دغه هیواد له زندانونو څخه له۱۷۰ډېر افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي دي

منيزه کاکړ په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافعې وکیله وايي د دغه هیواد له زندانونو څخه له۱۷۰ډېر افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي دي

دغه بندیان د پاکستان د سند ایالت د کراچې او حیدر اباد له زندانونو څخه پرون چهارشنبې بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړې او د دغو افغانانو مدافعې وکیلې منیزه کاکړ رسنیو ته ویلي: “په کراچۍ کې بندي افغانان چې تعداد یې شاوخوا زر تنه دی، د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۷۰ ډېر یې پرون بېرته افغانستان ته ولېږدول شول.”

هغې همدارنګه زیاته کړې چې د کراچۍ په ګډون د سند ایالت په نورو برخو کې هم د افغانانو د نیولو لړۍ تر اوسه دوام لري.