د هند په بیهار ایالت کې پولیسو درې کسان د یو مسلمان سړي د وژنې په تور نیولي دي

د هند په بیهار ایالت کې پولیسو درې کسان د یو مسلمان سړي د وژنې په تور نیولي دي

د پولیسو په وینا، د نسیم قریشي په نوم پر دغه ۵۶ کلن مسلمان سړي، د یوې پارېدلې ډلې له خوا د دې لپاره برید شوی وه چې ښايي د ګیلګي غوښه ورسره وي.

د هند په ځینو برخو کې د محلي حکومتونو له‌خوا د ګیلګي او د غويي غوښې خرڅول او کارول منع شوي دي.

په هندویزم کې غواګانو ته په درنه سترګه کتل کېږي او پر هغو کسانو وخت ناوخت حملې کېږي، چې د غواګانو په وژنه تورن دي.

هندي مسلمانان چې د دې هیواد اقلیت جوړوي، کله ناکله د غوایانو د غوښې د خوړلو یا هم د څرمن د کارولو لپاره د هیندو ډېریکیو لخوا ځورول کیږي.