د امریکا متحده ایالت پر ځینو روسي شرکتونو، بانکونو، تولیدوونکو او اشخاصو تازه بندیزونه لګولي دي

د امریکا متحده ایالت پر ځینو روسي شرکتونو، بانکونو، تولیدوونکو او اشخاصو تازه بندیزونه لګولي دي

دغه بندیزونه د دې لپاره لګول شوي چې دغو شرکتونو او اشخاصو د روان کال په لومړیو کې د لګول شویو بندیزونو څخه د روسیې په ژغورنې کې مرسته کړې وه.

دا څووم وار دی چې پر اوکراین د یرغل له کبله پر روسیې دا ډول بندیزونه لګول کېږي.

تر ټولو د پام وړ بندیز د روسیې د وسپنې او کانونو پر سکټور ګڼل کیږي چې د امریکا د خزانې وزارت لخوا لګول شوی دی.

دغه اقدام د اوو صنعتي هېوادونو یا G7 د متحدانو په همږغۍ شوی تر څو هغه ۲۵۰ اشخاص، شرکتونه، بانکونه،د وسلو کاروباریان او د ټکنالوژۍ کمپنیاني په نښه کړي چې د وسلو له تولید سره اړیکي لري.