غزني کې په یوه ترافیکي پېښه کې اته تنه مړه شوي دي

غزني کې په یوه ترافیکي پېښه کې اته تنه مړه شوي دي

د دې ولایت سیمیز چارواکي وايي، پېښه پرون ناوخته د اندړ ولسوالۍ په ناني سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو ۴۰۴ ډوله مسافروړونکي بس د کابل کندهار پر لویه لاره له یوه باروړنکی مازدا سره ټکر وکړ.

د راپورونو له مخې دواړه موټران له غزني څخه د کابل پر لور د حرکت په حال کې وو.

په پېښه کې د ۳۰ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی چې د ځینو یې حالت نازک دی.

د ترافیکو عمومي ریاست نژدې دوه اونۍ مخکې په یو بیان کې ویلی و،چې په تېرو لسو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو  له کبله ۱۶۰۰ تنه مړه شوي او تر ۴ زرو ډېر نور ټپیان دي.