د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له روسیې سره د خپل حکومت د سیاسي اړیکو د پراخېدو خبره کړې ده

د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له روسیې سره د خپل حکومت د سیاسي اړیکو د پراخېدو خبره کړې ده

د دغه وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، متقي پرون کابل کې د روسیې له سفیر دمیتري ژینروف سره په کتنه کې دا څرګندونې کړي.

نوموړي لیکلي، دغو لیدو کتو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر امنیتي او اقتصادي اړیکو هم خبرې شوي دي.

په۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام تر سقوط شاوخوا دوه میاشتې وروسته د رئیس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوی روسیې ته ولاړ.

تر دې وروسته بیا دوه ځله د ۲۰۲۲ کال په نومبر او د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې روسیې د مسکو فارمټ په نوم غونډې جوړې کړې، خو د ا.ا مشرانو ته یې د ګډون بلنه ورکړې نه وه.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هغه مهال وویل، د ا.ا مشران د دې لپاره نه دي غوښتل شوي چې خپلې ژمنې یې نه‌دي عملي کړي.