نن د روژې میاشتې لومړۍ ورځ ده

نن د روژې میاشتې لومړۍ ورځ ده

د سعودي عربستان د سترې محکمې اعلان وروسته نن په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

په افغانستان، متحده‌عربي اماراتو، مصر، کویټ، بحرین، لبنان او یو شمېر نورو  هېوادونو کې د روژې لومړۍ ورځ نن لمانځل کیږي.

 افغانستان کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی دی چې، د روژې په لومړۍ ورځ رخصتي نه‌شته او په ټول افغانستان کې به رسمیات وي.