لټونکې ډله وايي تېره اونۍ د روهېنګیايي کډوالو کمپ ته په لوی لاس اور اچول شوی و

لټونکې ډله وايي تېره اونۍ د روهېنګیايي کډوالو کمپ ته په لوی لاس اور اچول شوی و

دې ډلې د نړۍ په تر ټولو لوی کډوالو کمپ کې د تېره اونۍ لګېدلی اور ‘ هدفي ورانکارۍ بللې ده. ‘

بنګله دېش کې تېره اونۍ د دې اورلګېدنې له کبله نژدې ۱۵۰۰۰ روهېنګیايي کډوال بې کوره شوي او ۲۸۰۰ پورې مېشت ځایونه د سوځېدو له کبله له منځه تللي دي.

هغه حکومتي چاوراکي چې د دې پېښې پلټنې مشري یې کوله وايي، وسله والو ډلو پر کمپ د غلبې لپاره په لومړي سر کې اور اچولی و چې په یو وخت کې له څو ځایه د اور پورته کېدل دا اندېښنه ډېروي چې ښايي دا پلان شوې اور لګېدنه وي.

په کاکس بازار نومي دې کمپ کې د اورلګېدنې له کبله د سر زیان نه دی اوښتی، خو د کډوالو مېشت ځایونو، ښوونځيو، کلینکونو او د عامه خدماتو نورو تاسیساتو ته زیانونه اوښتي دي.