د سعودي رسنۍ وايي د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز افغانستان کې مرستې کړي دي

د سعودي رسنۍ وايي د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز افغانستان کې مرستې کړي دي

د سعودي ریاض ورځپاڼې د راپور له مخې د خوراکي موادو دا ۵۰۰ بستې ۳ زره سېل ځپلو ته وېشل شوي دي.

په راپور کې د مرستو د وېش د نېټې او ځای په هکله  څه نه دي ویل شوي.

د دې مرستو د وېش خبر داسې مهال ورکول کېږي چې په افغانستان کې مليونونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او نړيوالو ټولونو په وار وار سره د دې بحران د پراخېدو خبرداری ورکړی دی.