د ایران حکومت افغانستان ته د تېلو د صادراتو جواز د دوو نورو میاشتو لپاره غځولی دی

د ایران حکومت افغانستان ته د تېلو د صادراتو جواز د دوو نورو میاشتو لپاره غځولی دی

د ایران دولتي اژانس د راپور له مخې له ایرانه افغانستان ته د تېلو د صادرولو جواز د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د افغان سوداګرو په غوښتنه تمدید شوی دی.
افغانستان لا هم خپل ډېری سوند توکې له ایرانه واردوي چې په کې ډیزل د پام وړ دي.
سره له دې چې ایران له افغانستان سره د تېلو د صادراتو جواز د راتلونکي کال د وري تر ۷ تمدید کړی خو ا.ا څو وارې هغه تیل بېرته مسترد کړي چې له ایرانه وارد شوي وو.
ویل کیږي د ا.ا چارواکو په تېرو دوو میاشتې کې دوه ځلې له ایرانه څه باندې ۵۰ ټانکره تیل د خراب کیفیت له کبله بېرته مسترد کړي دي.