بدخشان کې سيند ته د تېلو د يو ټانکر د غورځېدو په پېښه کې دوه کسان ورک شوي دي

بدخشان کې سيند ته د تېلو د يو ټانکر د غورځېدو په پېښه کې دوه کسان ورک شوي دي

د راپورونو له مخې دغه پېښه د بدخشان په شغنان ولسوالۍ رامنځته شوې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، معزالدین احمدي پرون ماښام رسنیو ته وویل، چې د تېلو دغه ټانکر تېر مازیګر د واورې ښویېدو له کبله سیند ته لوېدلی دی.

د احمدي په خبره خلکو یو تن ژغورلی، خو د دوو نورو کسانو برخلیک لا څرګند نه دی.