په لندن کې د لومړي ځل لپاره تېر ماښام د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو له کبله په واټونو کې په زرګونه څراغونه بل شوي وه

په لندن کې د لومړي ځل لپاره تېر ماښام د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو له کبله په واټونو کې په زرګونه څراغونه بل شوي وه

د برېتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د راپور له‌مخې، دا لومړی ځل دی چې په یو اروپایي ښار کې د روژې په مناسبت د دېرش زره څراغونو په بلېدو سره داسې ننداره ترسره کېږي.

دا نوښت د یوه غیر انتفاعي سازمان (Ramadan Lights UK) له‌خوا رهبري شوی دی او لګښت یې له خلکو اخیستل شوی دی.