ازبکستان :د اوسپنې پټلۍ هغه پروژه چې د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا له پاکستان سره نښلوي، په ۲۰۲۷ کال کې پای ته رسېږي

ازبکستان :د اوسپنې پټلۍ هغه پروژه چې د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا له پاکستان سره نښلوي، په ۲۰۲۷ کال کې پای ته رسېږي

ټرینډ نیوز چې د منځنۍ آسیا د روانو چارو خبرونه خپروي پرون د غويي ۱۴مه خبر ورکړ چې د ازبکستان د ترانسپورت وزارت مرستیال جسوربېګ جوريیف د تاشکند د پانګونو په دریمه نړیواله ناسته کې چې پرون یې وروستۍ ورځ وه، په دې اړه څرګندونې وکړې.

د خبر له مخې، ښاغلي جورییف دا پروژه د ازبکستان لپاره د هند تر سمندر پورې مهمه ټرانزیټي لاره بللې او ویلي دي چې د ریل ګاډۍ د دې پټلۍ په بشپړېدو سره به ازبکستان ته د تجارتي مالونو په انتقال کې د وخت سپما وشي.

د ا.ا حکومت تراوسه د دې پروژې په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو د روانې غويي میاشتې په پیل کې د ا.ا چارواکو د دې پروژې د رغونې په اړه د قزاقستان او قرغزستان له جګپوړو چارواکو سره په کابل کې خبرې وکړې.