يونېسف د ماشومانو لپاره د ۲۵۰مليون ډالرو مرستې غوښتنه کړې

يونېسف د ماشومانو لپاره د ۲۵۰مليون ډالرو مرستې غوښتنه کړې

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق یا یونېسف له زیانمنونکو ماشومانو سره د مرستې او د لوږې د مخنیوي لپاره د ۲۵۰ میلیون ډالرو بې‌سارې مرستې غوښتنه کړې ده.

دا مرستې د افغانستان په ګډون د ۱۹ هېوادونو لپاره ځانګړې شوي دي.

له دې مخکې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي و، چې په سلو کې ۷۴ افغانان مناسب استوګنځای نه‌ لري او له دې کورنیو سره د مرستې لپاره دېرش میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

دې ادارې پر خپل ټویټر لیکلي، د افغانانو ۵۶ سلنه کورنۍ په هغو ودانیو کې چې نیمه ویجاړې دي او ۱۸ سلنه په کنډوالو کې اوسېږي.

افغانستان کې د ا.ا  له واکمنېدو وروسته له دې هیواد سره د نړیوالو په بشري مرستو کې د پام وړ کموالی راغلی او د سږني سخت ژمي په ګډون طبیعي پېښو په افغانستان کې بشري بحران پراخ کړی دی.