یوناما افغانستان کې له خپلو شاوخوا ۳۳۰۰ کارکوونکو څخه غوښتي دي چې په را روانو دوو ورځو کې دې خپلو دفترونو ته نه‌ځي

یوناما افغانستان کې له خپلو شاوخوا ۳۳۰۰ کارکوونکو څخه غوښتي دي چې په را روانو دوو ورځو کې دې خپلو دفترونو ته نه‌ځي

دې ادارې دا اعلان وروسته له هغه کړی دی چې ا.ا د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز تمدید کړ.

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند ستیفان دوجاریک پرون ماښام په نیویارک کې د ملګروملتو په مقر کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی دفتر- یوناما کارکوونکو د ا.ا چارواکو له‌خوا شفاهي بیانونه ترلاسه کړي چې له مخې یې د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز امر شوی .

یوناما مخکې هم ویلي و، په ننګرهار کې د ا.ا له لورې د دوی ښځینه کارکوونکو ته ویل شوي چې دفترونو ته دې نه‌ځي.

ښاغلي دوجاریک وویل، ملګري ملتونه د خپل دې اقدام اغېزو ته په کتو، نن- چهارشنبې به د دغې پرېکړې په اړه د وضاخت تر لاسه کولو په هدف د ا.ا د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره وګوري.

ملګري ملتونه وايي چې اوس مهال شاوخوا ۴۰۰ ښځېنه کارکوونکي یې په دفترونو کې کار کوي.