یوناما: په افغانستان کې مو درې زره کیلو متر مربع مځکه له ناچاودېدليو توکو پاکه کړه

یوناما: په افغانستان کې مو درې زره کیلو متر مربع مځکه له ناچاودېدليو توکو پاکه کړه

د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پر خپل ایکس پاڼې دغه څرګندونې نن دوشنبه د ماینونو په وړاندې د عامه پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت چې د اپریل په ۴مه لمانځل کیږي، کړي دي.

یوناما داسې مهال دا څرګندونې کړي، چې پرون ماپښین د غزنې ولایت د ګیرو ولسوالۍ په ځدران کلي کې د یوه پخواني ماین د چاودنې له امله ۹ ماشومان ووژل شول.

 د یوناما د معلوماتو له مخې هر کال په لسګونه افغانان د ښځو او کوچنیانو په ګډوڼ، د جګړې د پاته شویو توکو د چاودنو له کبله وژل کیږي او یا هم د خپل بدن غړي له لاسه ورکوي.

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې لا هم ماین پاکۍ ته ډېره اړتیا ده.