په لسګونه کسان د برازیل د ساو پاولو ایالت په دوو ښارونو کې د ورستیو طوفانونو له کبله مړه شوي دي

په لسګونه کسان د برازیل د ساو پاولو ایالت په دوو ښارونو کې د ورستیو طوفانونو له کبله مړه شوي دي

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په وینا، تر اوسه د مړو شمېر ۳۶ ته رسېدلی دی.

په سېلابونو او د ځمکې ښویېدو په پېښه کې د مړو شمېر ښايي تر دې هم لوړ شي.

د دغه سیلابونو له کبله د برازیل په ځېنو ښارونو کې د کارنیوال جشنونه لغوه شوي او د ژغورنې ډلې د نورو لادرکه شویو کسان,، ټپیانو او مړو د موندلو هڅه کوي.

د تلوېزیون په تصویرونو کې ښکاري چې کورونه په اوبو کې ډوب دي او یوازې بامونه یې ښکاري او ځايي خلک د کوچني کښتیو په مرسته، لوړو سیمو ته د خپلو کورونو سامانونه او خلک لېږدوي.