د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تر اوسه د پاکستان له زندانونو نه تر زرو ډېرو افغانانو ازادېدو خبر ورکړی دی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تر اوسه د پاکستان له زندانونو نه تر زرو ډېرو افغانانو ازادېدو خبر ورکړی دی

یاد وزارت د مارچ په ۳۱مه په یو لړ ټویټونو کې ویلي دي چې یوازې په همدې ورځ ۱۷ افغانان له ازادېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

دا وزارت همدارنګه په پاکستان کې د افغان کډوالو د ازادېدو په برخه کې، په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د ډېرو هڅو یادونه کړې ده.

له دې مخکې ویل شوي وو چې تر ۱۵۰۰ افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي چې ډېری برخه یې په کراچي کې بندیان دي.