د پوهنتون دوه استادان اسماعیل مشعل او اسماعیل رحماني د ا.ا له بنده په ضمانت ازاد شوي دي

د پوهنتون دوه استادان اسماعیل مشعل او اسماعیل رحماني د ا.ا له بنده په ضمانت ازاد شوي دي

ښاغلي مشعل په کابل کې په یوه لاسي ګاډۍ کې د زده ګړو د مخنیوي پر ضد  د خپل اعتراض د څرګنونې لپاره کتابونه ګرځول او په وړیا توګه یې خلکو ته ډالۍ کول چې د ا.ا د امنیتي ځواکونو لخوا یوه میاشت مخکې ونیول شو.

اسماعیل رحماني بیا د ا.ا لخوا نږدې دوې اونۍ مخکې نیول شوی و.

په ښاغلي رحماني دا تور پورې شوی و چې د ا.ا پرضد یې په خواله رسنیو کې لیکنې کولې.