د ملګرو ملتونو سرمنشي یوځل بیا له افغان مېرمنو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي یوځل بیا له افغان مېرمنو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی دی

انټونیو ګوټېرېش پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په انګړ کې د ښځو په ګډون یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له تولنیز ژوند څخه څنډې ته شوي او عملاً په کورنیو زندانونو کې بندیانې دي.

هغه افغانستان ته د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد او د ښځو د برخې د مشرې سیما باهوس وروستی سفر او د ا.ا له چارواکو سره د هغوی لیدنو ته د اشارې په ترڅ کې وویل افغانستان ته په سختو شرایطو کې د دوی سفر له ښځو سره د ملګرو ملتونو ژمنتیا ښيي.

پر افغانستان د ا.ا له بیا واکمنېدو سره لومړی د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې تړل کېدل او بیا وروسته په کورني او بهرني نړیوالو موسسو کې د ښځو په کار بندیز او دې ته ورته نور اقدامات د دې سبب شول چې د نړۍ هیڅ یو هیواد لا تر اوسه دې ته چمتو ندی چې د ا.ا حکومت په رسمیت وپېژني.