د چین ولسمشر د روسیې درې ورځنی سفر د څو هوکړه لیکونو له لاس‌لیکولو سره پای ته ورساوه

د چین ولسمشر د روسیې درې ورځنی سفر د څو هوکړه لیکونو له لاس‌لیکولو سره پای ته ورساوه

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د شي جین پنګ سفر بریالی او ګټور وګڼی او  دا يي د مسکو او پیکنګ تر منځ د همکاریو د نوی فصل پيل یاد کړ.

په ورته وخت کې د امریکا د متحده‌ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي دي چې، له روسیې څخه د چین سیاسي او ډیپلوماتیک ملاتړ د واشنګټن له ګټو سره په ټکر کې دی او د ده په اند د اوکراین د جګړې د اوږدېدو سبب کېږي.

دا روسیې ته په تېرو څلورو کلونو کې د شي جین پینګ لومړی سفر و چې تېر ماښام بېرته خپل هېواد ته ستون شو.