ډبلیو ایچ او: افغان کورنۍ بايد خپل ماشومان د پوليو پر وړاندې پرله‌ پسې واکسين کړي

ډبلیو ایچ او: افغان کورنۍ بايد خپل ماشومان د پوليو پر وړاندې پرله‌ پسې واکسين کړي

د روغتيا نړيوال سازمان یا ډبلیو ایچ او پرون په یوه ټویټ کې ویلي: “په هر کمپاین کې ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکولو سره کولای شو د پولیو وایروس د خپرېدو مخه ونیسو.”

د دغه سازمان په خبره خلک باید له فرصت څخه په استفادې، تر پنځو کلونو خپل کم عمره ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کړي.

که څه هم سږ کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو کومه مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې او د ګوزڼ ضد د واکسینونو څو کمپاینونه ترسره شوي خو د افغانستان په ختیځ حوزه کې چارواکي وايي چې په چاپېریال کې د پولیو مثبت ویروس لیدل شوی دی.