برازیل وايي، پر خپل هغه پخوانۍ پرېکړې ولاړ دی چې له مخې یې اوکراین ته به د ټانکونو مهمات نه لېږدوي

برازیل وايي، پر خپل هغه پخوانۍ پرېکړې ولاړ دی چې له مخې یې اوکراین ته به د ټانکونو مهمات نه لېږدوي

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ماورو وییرا پرون جمعه د مونشن په امنیتي کنفرانس کې یو ځل بیا په خپل هغه پرېکړې ټینګار کړی دی چې اوکراین ته به دغه مهمات نه لېږدوي.

هغه زیاته کړه، هېواد یې په جګړه کې د برخې اخیستو پر ځای د سولې په باب خبرو اترو ته لیواله دی.

برلین د تېر کال له اپرېل میاشتې راهیسې له برازیل غواړي چې په جرمني کې د ګپارډ په نوم د جوړو شویو الوتکو ضد ټانکونو مهمات اوکراین ته ولېږي.

 تېره میاشت هم د برازیل ولسمشر د جرمني صدراعظم سره خبرو کې اوکرایین ته د پوځي مهماتو د سپارلو انکار کړی وه.