د هنګري پارلمان پرون په ناټو کې د سویډن غړیتوب ته رایه ورکړه

د هنګري پارلمان پرون په ناټو کې د سویډن غړیتوب ته رایه ورکړه

هنګري د ناټو وروستی غړی دی چې له څو میاشتو ځنډ وروسته په دې ډله کې د سویډن غړیتوب مني.

له دې سره به اوکراین ته چې لا تر اوسه جګړه پکې روانه ده، په ناټو کې د شاملېدو لاره هواره شي.

د هنګري پارلمان د ۱۸۸ موافقو او شپږو مخالفو رایو سره دا اقدام تایید کړ، له دې مخکې د دې هېواد لخوا د موافقې ځنډېدل، د ناټو غړي هېوادونه یې په غوسه کړي وو.

د سویډن صدراعظم اولف کریسترسن Ulf Kristersson دا یوه تاریخي ورځ وبلله او ویې ویل سويډن چمتو دی چې د اروپا او اتلانتیک د امنیت د ټینګښت لپاره خپل مسوولیتونه ادا کړي.