د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د پاپ فرانسیس څخه غوښتي دي چې د سولې د پلان ملاتړ وکړي

د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د پاپ فرانسیس څخه غوښتي دي چې د سولې د پلان ملاتړ وکړي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې زیلنسکي د نړۍ د کاتولیک عیسویانو له مشر پاپ سره د شنبې په ورځ په ایټالیا کې کتلي.

په دې کتنه کې پاپ فرانسیس د هغو کوچنیانو په بېرته ستنېدو کې د واتیکان لخوا د مرستې یادونه کړې چې د روسانو لخوا نیول شوی دي.

د ولسمشر زیلینسکي سره په دې لیدنه کې، ایټالیوی مشرانو له اوکرایین سره د بشپړ پوځي او مالي ملاتړ ژمنه وکړه او د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره یې د اوکراین له هڅو خپل ملاتړ څرګند کړ.

رویټرز د جرمني حکومتي سرچینو په حواله لیکلي چې زیلنسکي به د یکشنبې په ورځ برلین ته ورسېږي.