اوچا وايي، په افغانستان کې د درې کالو پرله پسې وچکالیو له کبله خورا ډېر خلک اغېزمن شوي دي

اوچا وايي، په افغانستان کې د درې کالو پرله پسې وچکالیو له کبله خورا ډېر خلک اغېزمن شوي دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دغې ادارې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې د ۲۰۲۲م کال وچکالۍ د څښاک اوبو ته د کورنیو اړتیا ۷ سلنه ډېره کړې او د هغو کورنیو په شمېر کې ۱۲ سلنه ډېروالۍ راغلی دی چې د څښاک اوبو ته لاس رسی نه لري.

دغې ادارې ویلي، ۱۴ میلیونه کسانو ته د پاکو او خوندي اوبو برابرولو لپاره ۴۷۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

په افغانستان کې د تېرو کلونو د وچکالیو له امله، په هیواد کې کرنېزې ځمکي زیانمن شوي او همدارنګه د ناروغیو په شمېر کې هم ډېروالی راغلی دی.