مسکو د اتریش څلورو ډیپلوماتانو ته د وتلو امر کړی دی

مسکو د اتریش څلورو ډیپلوماتانو ته د وتلو امر کړی دی

دا کار د اتریش د هغه اقدام په غبرګون کې کېږي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې یې له ویانا څخه ۴ روسي ډیپلومات ایستلي وو.

د اتریش چارواکو روسي ډیپلوماتان په جاسوسۍ تورن کړل، او کارل نیهامر د دغه هیواد صدراعظم پرون جمعه د خپل هېواد د فبرورۍ د دویمې نېټې د پرېکړې دفاع وکړه.

هغه وویل، اتریش به په داسې حال کې چې له مېلمه پالنې یې ناوړه استفاده کېږي او جاسوسي په کې کېږي، لاس تر زنې لاندې نه کېني.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې د اتریش اقدام غیردوستانه او بې دلیله بللی و.