د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي، د افغانانو لپاره وړیا کورسونه پیلوي

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي، د افغانانو لپاره وړیا کورسونه پیلوي

دغه سفارت پرون پر خپل ایکس شبکې لیکلي چې لوړو زده کړو ته د افغانانو د لاسرسي د ملاتړ د پروګرام له لارې په سوداګرۍ، معلوماتي ټېکنالوژۍ، ساینس، روغتیا او حقوقو کې روزنیزې دورې پیلوي.

د سفارت له  قوله د دغه پروګرام په مرسته افغانانو ته  د انلاین روزنې له لارې د نویو مهارتونو او خپلو اړیکو د پراخولو زمینه برابریږي.

سفارت د دغو کورسونو د نوملیکنې انلاین ادرس په خپله ایکس پاڼه خپور کړی دی.