ا.ا وايي د اړیکو د کمسیون په مرسته یې ۸۳۹ پخواني افغان چارواکي بېرته هېواد ته راوستي دي

ا.ا وايي د اړیکو د کمسیون په مرسته یې ۸۳۹ پخواني افغان چارواکي بېرته هېواد ته راوستي دي

د باختر اژانس د راپور له مخې، له افغان شخصیتونو سره د ا.ا د اړیکو کمېسیون پرون چهارشنبې په یوه بیان کې یو ځل بیا په بهر کې له مېشتو افغانانو چې په تېر حکومت کې یې نظامي او ملکي دندې ترسره کړي ، غوښتنه کړې چې په ډاډه زړه دې خپل هېواد ته را ستانه شي ژوند وکړي او د خپل هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي ځکه د دوی په ادعا ژوند ته یې هیڅ ګواښ نشته.
خو له هېواده بهر د پخواني حکومت یو شمېر پوځیانو او کارکوونکو له رسنیو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړې که بېرته افغانستان ته ستانه شي یا یې کوربانه هېوادونه په زوره واستوي، هلته به یې ژوند خوندي نه وي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې وروسته چې کله جمهوري نظام سقوط شو یوازې له ۶ لکه زیاتو افغانانو پاکستان ته پناه وړې چې اکثره یې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي بیرته افغانستان ته ستانه شي.