د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خپل راپور به د درې اوونیو په ترڅ کې کانګرس ته وړاندې کړي

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خپل راپور به د درې اوونیو په ترڅ کې کانګرس ته وړاندې کړي

دا خبره انتوني بلېنکن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سنا یوې استعمایه غونډې ته د چهارشنبې په ورځ کړې ده.

په روانه اوونۍ کې د جمهوري غوښتونکو مشر، استازو جرګې ته د وینا پر مهال د بهرنیو چارو وزیر ته خبرداری ورکړ که چېري د دوی له غوښتنې سره سم اسناد وړاندې نه‌کړي، احضار به یې کړي.

د جمهوري غوښتونکو د انتقاد یو له مهمو اړخونو څخه، په دوه زره یو ویشتم کال اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوایي ډګر کې د دیارلسو امریکایي سرتېرو وژل کېدل دي.

دوی وايي، دامریکايی ځواکونو په بېړه وتل د دې سبب شو چې په سلګونه امریکایان او په زرګونه هغه افغانان چې له امریکایي سرتېرو سره یې کار کړی وو، په افغانستان کې ایسار پاتې شي.