هلمند کې د کوېډ۱۹ ناروغۍ د درملنې سل بستريز روغتون پرانيستل شو

هلمند کې د کوېډ۱۹ ناروغۍ د درملنې سل بستريز روغتون پرانيستل شو

د باختر اژانس د راپور له مخې دغه روغتون د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د اسیا د پراختیایي بانک په مرسته د یوه کال په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د هلمند ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سید احمد سعید وايي، د یاد روغتون د فعالېدو سره به هلمندیانو ته د روغتیايي خدماتو تر څنګ د اکسیجن پلانټ په برخه کې به هم اسانتیاوي رامنځته شي.