د پاکستان د دفاع وزیر افغانستان د ټولو ترهګریزو پېښو سرچینه بللې ده

د پاکستان د دفاع وزیر افغانستان د ټولو ترهګریزو پېښو سرچینه بللې ده

خواجه محمد آصف د مارچ۲۷مه پر خپلې ایکس پاڼې ادعا کړې چې په پاکستان کې د ترهګرۍ سرچینه په افغانستان کې ده.

نوموړي د افغانستان پر حاکم حکومت تور پورې کړی دی، چې په افغانستان کې د وسله‌والو له “پټنځایونو خبر ده” خو د پاکستان پر ضد آزاد بریدونو ته اجازه ورکوي.

د ا.ا حکومت تراوسه د آصف څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.