په جرمني کې تر درملنې وروسته ۵۰ افغان ماشومان بېرته کابل ته ستانه شول

په جرمني کې تر درملنې وروسته ۵۰ افغان ماشومان بېرته کابل ته ستانه شول

دغه کوچنیانو چې ځینې یې سوځېدلي وو او ځینې یې د هډوکو بېلابېلې ناروغۍ لرلې د یو کال په ترڅ کې جرمني هېواد کې  تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

دا ماشومان افغاني سرې میاشتې د سولې کلي په نوم د جرمني خیریه بنسټ ته معرفي کړي وو.

د جرمني د سولې کلي مرستندویه ټولنه له څه باندې دېرشو کلونو راهیسې د افغان ماشومانو په درملنه کې مرسته کوي.