Archive for Category: NEWS

د کراچۍ له مرکزي زندانه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۷ افغانان ازاد شوي دي

په کراچۍ کې د افغانستان قونسولګرۍ وايي، دا افغانان به د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شي. تېره اونۍ هم د کراچي له زندانونو د ۱۷۰ تنو افغانانو د ازادېدو او بېرته افغانستان ته یې د ستنېدو خبر ورکړل شوی و. په کراچۍ کې د بندي افغانانو مدافع...

Read More

ایراني ځواکونو د نشه یي توکو د قاچاق په تور د دوو افغانانو د نېولو خبر ورکړی دی

د ایرني رسنیو د راپورنو له مخې دا افغانان د دوغارون په ګمرک کې ایران ته د ننوتلو پر مهال د پنځلس کیلو ګرامه مخدره موادو سره نیول شوي دي. د دوغارون د ګمرک مدیر وایي، تورنو کسانو غوښتل لس کیلوګرامه تاریاک او شاوخوا څلور کیلوګرامه چرس ایران ته...

Read More

د پوهنتون دوه استادان اسماعیل مشعل او اسماعیل رحماني د ا.ا له بنده په ضمانت ازاد شوي دي

ښاغلي مشعل په کابل کې په یوه لاسي ګاډۍ کې د زده ګړو د مخنیوي پر ضد  د خپل اعتراض د څرګنونې لپاره کتابونه ګرځول او په وړیا توګه یې خلکو ته ډالۍ کول چې د ا.ا د امنیتي ځواکونو لخوا یوه میاشت مخکې ونیول شو. اسماعیل رحماني بیا...

Read More

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان کډوالو د روان وضعیت په اړه به د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون دا خبرې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د نامناسب چلند په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړي دي. ښاغلي پرایس زیاته کړې چې متحده‌ ایالات په دې هکله له پاکستاني لورې سره په منظم ډول د خبرو په...

Read More

په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د نیولو امر کړی دی

عمران خان په دې تورن دی چې د واکمنۍ پر مهال یې دولتي ډالۍ په پټه پلورلي دي. د اسلام اباد د محکمې د قاضي په وینا، له عمران خان څخه څو ځلې غوښتل شوي وه چې محکمې ته حاضر شي، خو د ښاغلي خان دا سرغړونه د دې...

Read More

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې نهه ملیون وګړي د زده‌کړې په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري

اوچا په یو ټویټ کې لیکلي، سږ کال درې ملیونه او یو لک کسان په پام کې نیول شوی چې د زده‌کړې لپاره یې څه باندې ۲۱۵ ملیون ډالرو ته اړتیا ده. اوچا وايي، په کورنیو ټولګیو کې د زده‌کړې په دې بهیر کې نجونې هم شاملې دي. دغه...

Read More

په کابل کې د ا.ا د ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې دوه غړي وژل شوي او یو يې ژوندی نیول شوی دی

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله م جاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا عملیات تېر ماښام د خیرخانې مېنې په ذاکرین ښارګوټي کې تر سره شوي دي. د ښاغلي م جاهد د ادعا له مخې د داعش دغو غړو  ورانکاره فعالیتونه تر سره کول. که څه هم ا.ا د داعش...

Read More

د سعودي رسنۍ وايي د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز افغانستان کې مرستې کړي دي

د سعودي ریاض ورځپاڼې د راپور له مخې د خوراکي موادو دا ۵۰۰ بستې ۳ زره سېل ځپلو ته وېشل شوي دي. په راپور کې د مرستو د وېش د نېټې او ځای په هکله  څه نه دي ویل شوي. د دې مرستو د وېش خبر داسې مهال ورکول...

Read More

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تهران کې د ا.ا حکومت ته د افغانستان د سفارت په سپارولو کې دخیل نه دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: چې په تهران کې د افغانستان د سفارت سپارل او لېږد د افغانستان کورنۍ مسله ده او د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې قضیه کې هیڅ ډول مداخله نه لري. تر دې مخکې په تهران کې د...

Read More

د ایران حکومت افغانستان ته د تېلو د صادراتو جواز د دوو نورو میاشتو لپاره غځولی دی

د ایران دولتي اژانس د راپور له مخې له ایرانه افغانستان ته د تېلو د صادرولو جواز د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د افغان سوداګرو په غوښتنه تمدید شوی دی. افغانستان لا هم خپل ډېری سوند توکې له ایرانه واردوي چې په کې ډیزل د پام...

Read More