Archive for Category: NEWS

نن د روژې میاشتې لومړۍ ورځ ده

د سعودي عربستان د سترې محکمې اعلان وروسته نن په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده. په افغانستان، متحده‌عربي اماراتو، مصر، کویټ، بحرین، لبنان او یو شمېر نورو  هېوادونو کې د روژې لومړۍ ورځ نن لمانځل کیږي.  افغانستان کې د کار او ټولنیزو چارو...

Read More

د ملګرو ملتونو سرمنشي یوځل بیا له افغان مېرمنو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی دی

‍ انټونیو ګوټېرېش پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په انګړ کې د ښځو په ګډون یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له تولنیز ژوند څخه څنډې ته شوي او عملاً په کورنیو زندانونو کې بندیانې دي. هغه افغانستان ته...

Read More

کابل ښار کې د ښځو ځانګړی کتابتون د ا.ا د ګواښونو له کبله تړل شوی دی

د دې کتابتون مسؤلانو رسنیو ته تایید کړې ده چې د ا.ا د امنیتي مامورانو د پرله پسې امنیتي ګواښونو له کبله د کتابتون بندولو ته اړ شوي دي. ښځو ته دا ځانګړی شوی کتابتون کابو اوه میاشتې مخکې د “بیات کریسټال بنسټ” په مالي مرسته جوړ شوی و...

Read More

لټونکې ډله وايي تېره اونۍ د روهېنګیايي کډوالو کمپ ته په لوی لاس اور اچول شوی و

دې ډلې د نړۍ په تر ټولو لوی کډوالو کمپ کې د تېره اونۍ لګېدلی اور ‘ هدفي ورانکارۍ بللې ده. ‘ بنګله دېش کې تېره اونۍ د دې اورلګېدنې له کبله نژدې ۱۵۰۰۰ روهېنګیايي کډوال بې کوره شوي او ۲۸۰۰ پورې مېشت ځایونه د سوځېدو له کبله له منځه...

Read More

د داعش خراسان څانګې په مزار شریف ښار کې پر تبیان کلتوري مرکز د برید مسولیت منلی دی

اسلامي دولت یا داعش ډلې پورې تړلې وېبپاڼې (اعماق) کې ویل شوي دي، د مزار شریف ښار په کلتوري مرکز چاودنه چې هدف یې خبریالان او شعیه ګان وو، د دوی کار دی. پر تبیان فرهنګي مرکز تر برید دوې ورځې مخکې د بلخ ولایت پر والي محمد داوود مزمل...

Read More

د هند په بیهار ایالت کې پولیسو درې کسان د یو مسلمان سړي د وژنې په تور نیولي دي

د پولیسو په وینا، د نسیم قریشي په نوم پر دغه ۵۶ کلن مسلمان سړي، د یوې پارېدلې ډلې له خوا د دې لپاره برید شوی وه چې ښايي د ګیلګي غوښه ورسره وي. د هند په ځینو برخو کې د محلي حکومتونو له‌خوا د ګیلګي او د غويي...

Read More

د خبريالانو فدراسيون او يوناما، بلخ کې پر خبريالانو پرونی برید غندلی دی

یوناما پرون پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي دی، په مزار شریف کې دا تازه پېښه د منلو وړ نده او باید چې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي او افغان خبریالان چې له ځانه یې لویه زړورتیا ښودلې خوندي کړای شي. پرون د مزار شریف په تبیان فرهنګي مرکز چاودنه کې...

Read More

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر ملي ډيالوګ ټينګار کړی دی

د ښاغلي کرزي د دفتر په یو اعلامیه کې راغلي دي چې پخواني ولسمشر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافېرې رافائلا یودیچه سره پرون په کتنه کې د هیواد لپاره په دایمي سولې او ثبات خبرې کړي دي. په دې کتنه کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو...

Read More

د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې ایران نهه سوه افغان زندانیان افغانستان ته سپارلي دي

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل رسنیو ته ویلي دي چې تمه ده نور افغان زندانیان به هم له ایرانه افغانستان ته ولېږدول شي. په تېرې یوې اونۍ کې د زندانیانو وروستۍ ډله چې شمېر یې ۱۸۱تنه و، د پنجشنبې په ورځ اسلام کلا بندر...

Read More

د راپورونو پر بنسټ مزار شریف کې د یوې خبرې غونډې پر مهال چاودنه شوې ده

ویل کیږي چاودنه د دې ښار دویمې امنیتي حوزې ته اړوند په یوې غونډې کې چې خبریالانو، دیني عالمانو، او سیمه ییزو حکومتي مسوولانو هم ګډون کړی و، شوې ده. په پېښه کې د مرګ ژوبلې په هکله کره جزیات ندي ورکړل شوي او نه هم تر اوسه چا...

Read More