د هند بېلابېلو ورځپاڼو له هغې ډلې هندوستان ټایمز د یکشنبې په ورځ د کرېکټ د دغه پخواني ستوري د مړینې خبر ورکړی دی. ښاغلی دراني په کابل کې زېږېدلی و او د ۱۹۶۰ تر ۱۹۷۰ لسیزې په ترڅ کې يې په ۲۹ ټیسټ لوبو کې ۱۲۰۲ منډې کړې...
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند اصف وزیري یکشنبه ناوخته رسنیو ته ویلي، دغه محتسب د اړوند ارګان له کړنلارې سرغړونه کړې او د قانون منګولو ته وسپارل شو. په ټولنیزه رسنیو کې يو وډیو لاس پر لاس کیږي چې ښکاري د امربالمعروف او نهی عن المنکر یو کارکونکی...
دا اداره وایي، که د روان اپرېل تر پایه ۹۳ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته ترلاسه نه کړي نو ښايي په افغانستان کې له زیانمنونکو سره یې مرستې ودرویږي. د ډبلیو اف پي مشر ډېوېډ بېسلي ویلي دي چې له زیانګالو افغانانو سره د مرستې لپاره کافي بودیجه نه لري...
د راپورونو پر بنسټ د دغه سوداګر نوم ډایال سېنګ ښودل شوی چې تېره ورځ د مارچ په ۳۱مه له ماسپښین وروسته درې نیمې بجې د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو سره ووژل شو. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان...
یاد وزارت د مارچ په ۳۱مه په یو لړ ټویټونو کې ویلي دي چې یوازې په همدې ورځ ۱۷ افغانان له ازادېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. دا وزارت همدارنګه په پاکستان کې د افغان کډوالو د ازادېدو په برخه کې، په اسلام...
رویټرز خبرې اژانس تېره شپه ناوخته د داعش د ټیلګرام چېنل په حواله دا خبر ورکړی دی چې د داعش خراسان څانګې په کابل کې د پروني خونړي برید مسوولیت منلی دی. په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته په پرونۍ چاودنه کې د یو...
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي د ا.ا له بنده د مدني فعال او د قلم لار ټولنې د مشر مطیع الله ویسا د ژر تر ژره ازادېدو غوښتنه کړې ده ریچارد بېنيټ نن سهار پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ا.ا له...
یونېسف پرون یکشنبې په یو ټویټ سره لیکلي دي چې د سویډن د نړیوالې پراختیا د ادارې په مرسته یې په دې ولایت کې درې زره کورنیو ته د څښاک پاکې او دوامداره اوبه برابرې کړې دي. د یونېسف په وینا، تر ځمکې لاندې پاکو اوبو د رایستلو لپاره...
د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ټویټ له مخې، د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې دغه رزونیز پروګرامونه د هغو قابلهګانو لپاره دي چې مسلکي زده کړې نهلري او هدف یې دا دی چې په دې سیمو کې ښځې د مېندوارۍ ښو خدمتونو ته لاسرسی ولري. دې کمېشنرۍ د...
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې، دا پېښه تېره ورځ ناوخته د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. ویل کیږي پېښه د مسجد د برښنا د ستنې د جوړولو پر مهال رامنځته شوې ده.