Archive for Category: NEWS

هلمند کې د کوېډ۱۹ ناروغۍ د درملنې سل بستريز روغتون پرانيستل شو

د باختر اژانس د راپور له مخې دغه روغتون د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د اسیا د پراختیایي بانک په مرسته د یوه کال په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د هلمند ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سید احمد سعید وايي،...

Read More

د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له روسیې سره د خپل حکومت د سیاسي اړیکو د پراخېدو خبره کړې ده

د دغه وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، متقي پرون کابل کې د روسیې له سفیر دمیتري ژینروف سره په کتنه کې دا څرګندونې کړي. نوموړي لیکلي، دغو لیدو کتو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر امنیتي او اقتصادي اړیکو هم خبرې شوي...

Read More

د ا.ا چارواکي وايي چې د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې یې د لسګونو امریکایي وسلو د قاچاق مخه نېولې ده

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خبره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، دېرش میله چره یي وسلې چې په یوه موټر کې بار وې، د ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمه کې نیول شوي دي. د هلمند ولایت چارواکي د دغو وسلو د قاچاق په تور د...

Read More

د کاسو پخوانی ولسمشر هاشم تاچي د هاګ نړیوالې محکمې ته: زه بې ګنا یم

هغه پرون دا څرګندونې هغه نړیوال قضايي هیئت ته وکړې چې د جنګي او بشر ضد جنایتونو د لسو مواردو په اړه د ده د محاکمې لپاره راغونډ شوي وو. تاچي د خپلو مدافع وکیلانو د پرانیستونکې وینا په پای کې له ځایه ولاړ شو او ویې ویل چې...

Read More

یوناما افغانستان کې له خپلو شاوخوا ۳۳۰۰ کارکوونکو څخه غوښتي دي چې په را روانو دوو ورځو کې دې خپلو دفترونو ته نه‌ځي

دې ادارې دا اعلان وروسته له هغه کړی دی چې ا.ا د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز تمدید کړ. د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند ستیفان دوجاریک پرون ماښام په نیویارک کې د ملګروملتو په مقر کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د دې سازمان...

Read More

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره یې یوازې ۵ سلنه بودیجه ترلاسه کړې ده

د اوچا په وینا افغانستان په نړۍ کې تر ټولو له ستر او سخت بشري بحران سره مخامخ هیواد دی خو دوی د روان ۲۰۲۳ م کال بشري مرستو لپاره یوازې ۵ سلنه بودیجه ترلاسه کړې ده. دې ادارې خبرداری ورکړی دی که چیري عاجلي مالي مرستې ورسره ونه...

Read More

سلیم دراني د هند د کرېکټ یو پخوانی لوبغاړی چې په خټه افغان و، د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو

د هند بېلابېلو ورځپاڼو له هغې ډلې هندوستان ټایمز د یکشنبې په ورځ د کرېکټ د دغه پخواني ستوري د مړینې خبر ورکړی دی. ښاغلی دراني په کابل کې زېږېدلی و او د ۱۹۶۰ تر ۱۹۷۰ لسیزې په ترڅ کې يې په ۲۹ ټیسټ لوبو کې ۱۲۰۲ منډې کړې...

Read More

په بلخ کې د ا.ا امنیتي چارواکي وایي، د امربالمعروف او نهی عن المنکر هغه کارکوونکی یې نیولی چې یو ټکسي چلونکی یې په څپېړه وهلی و

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند اصف وزیري یکشنبه ناوخته رسنیو ته ویلي، دغه محتسب د اړوند ارګان له کړن‌لارې سرغړونه کړې او د قانون منګولو ته وسپارل شو. په ټولنیزه رسنیو کې يو وډیو لاس پر لاس کیږي چې ښکاري د امربالمعروف او نهی عن المنکر یو کارکونکی...

Read More

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د بېړنۍ بودیجې غوښتنه کړې ده

 دا اداره وایي، که د روان اپرېل تر پایه ۹۳ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته ترلاسه نه کړي نو ښايي په افغانستان کې له زیانمنونکو سره یې مرستې ودرویږي. د ډبلیو اف پي مشر ډېوېډ بېسلي ویلي دي چې له زیانګالو افغانانو سره د مرستې لپاره کافي بودیجه نه لري...

Read More

هندي رسنیو د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې د یو سېک سوداګر د وژلکېدو خبر ورکړی دی

د راپورونو پر بنسټ د دغه سوداګر نوم ډایال سېنګ ښودل شوی چې تېره ورځ د مارچ په ۳۱مه له ماسپښین وروسته درې نیمې بجې د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو سره ووژل شو. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان...

Read More