د پولیو ضد دا کمپاین د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې تر سره کیږي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف له ټولو کورنیو غوښتي دي چې له پنځو کلونو خپل کم عمره ماشومان د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي. د...
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ماورو وییرا پرون جمعه د مونشن په امنیتي کنفرانس کې یو ځل بیا په خپل هغه پرېکړې ټینګار کړی دی چې اوکراین ته به دغه مهمات نه لېږدوي. هغه زیاته کړه، هېواد یې په جګړه کې د برخې اخیستو پر ځای د...
دا کار د اتریش د هغه اقدام په غبرګون کې کېږي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې یې له ویانا څخه ۴ روسي ډیپلومات ایستلي وو. د اتریش چارواکو روسي ډیپلوماتان په جاسوسۍ تورن کړل، او کارل نیهامر د دغه هیواد صدراعظم پرون جمعه د خپل هېواد د...
د بلغاریا پولیس وايي په دې هیواد کې د یو لاري موټر دننه د یو ماشوم په ګډون د ۱۸ کسانو مړي موندل شوي دي. د پولیسو په وینا دوی باور لري چې موټر کې موندل شوي کسان د افغانستان دي چې په غیر قانوني توګه ګاونډۍ هیواد صربیا...
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دغې ادارې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې د ۲۰۲۲م کال وچکالۍ د څښاک اوبو ته د کورنیو اړتیا ۷ سلنه ډېره کړې او د هغو کورنیو په شمېر کې ۱۲ سلنه ډېروالۍ راغلی دی چې د څښاک اوبو ته...
دغه بندیان د پاکستان د سند ایالت د کراچې او حیدر اباد له زندانونو څخه پرون چهارشنبې بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي. د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړې او د دغو افغانانو مدافعې وکیلې منیزه کاکړ رسنیو ته ویلي: “په کراچۍ کې بندي افغانان چې تعداد یې شاوخوا...
په انقره کې افغان قونسل پسرلی حکیمي وایي، مرستو ته اړ کسان په دغه ډېټابیس کې نوملیکنه کولای شي او سربېره پر دې د دوی د سفارت له شمېرو سره اړیکه هم نیولای شي. نوموړي د مرستو په برخه کې د ستونزو د رفع کېدو یادونه کړې او ویلي...
د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مسوول عبدالحق حماد رسنیو ته ویلي، د دغه هدف لپاره د جوړو شویو کمېټو چارې ګړندۍ شوي دي. که څه هم د ا.ا د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو تر اوسه دا خبره نده تاییده کړې خو د پوهنې د...
د ترکیې دولتي راډیو ټلوېزیون TRT راپور ورکړی دی چې د فبروري د ۶مې زلزلې د قربانیانو شمېر په ترکیه کې تر دې دمه له ۳۵ زرو خلکو او په سوریه کې نژدې ۶ زره کسانو ته رسېدلی دی. فرانسپرس خبري اژانس، الجزیزې او BBC هم دې ته ورته...
د راپورونو له مخې دغه پېښه د بدخشان په شغنان ولسوالۍ رامنځته شوې ده. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، معزالدین احمدي پرون ماښام رسنیو ته وویل، چې د تېلو دغه ټانکر تېر مازیګر د واورې ښویېدو له کبله سیند ته لوېدلی دی. د احمدي په خبره خلکو...