Archive for Author: Fariha

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونېسف په لغمان ولایت کې سلګونو کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابر کړي دي

یونېسف پرون یکشنبې په یو ټویټ سره لیکلي دي چې د سویډن د نړیوالې پراختیا د ادارې په مرسته یې په دې ولایت کې درې زره کورنیو ته د څښاک پاکې او دوامداره اوبه برابرې کړې دي. د یونېسف په وینا، تر ځمکې لاندې پاکو اوبو د رایستلو لپاره...

Read More

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې قابله‌ګانو ته د مسلکي زده کړو د پروګرامونو د پیلېدو خبر ورکوي

د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ټویټ له مخې، د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې دغه رزونیز پروګرامونه د هغو قابله‌ګانو لپاره دي چې مسلکي زده کړې نه‌لري او هدف یې دا دی چې په دې سیمو کې ښځې د مېندوارۍ ښو خدمتونو ته لاس‌رسی ولري. دې کمېشنرۍ د...

Read More

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د برښنا شارټۍ له امل یو کس مړ شوی دی

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې، دا پېښه تېره ورځ ناوخته د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. ویل کیږي پېښه د مسجد د برښنا د ستنې د جوړولو پر مهال رامنځته شوې ده.  

Read More

د چک جمهوریت په کارلووي واري ښار کې یو افغان په ۲۲ کاله بند محکوم شوی دی

د تورن نوم نه دی اخیستل شوی خو رسنیو ویلي دي چې دغه ۲۴کلن ځوان په ۲۰۲۱ م کال جرمني کې پناه اخیستې وه چې بیا له هغه ځایه نږدې پنځلس میاشتې مخکې د نوي کال په ورځ چک ته تللی و.  یاد کس پرون  د چک د یوې...

Read More

په جرمني کې تر درملنې وروسته ۵۰ افغان ماشومان بېرته کابل ته ستانه شول

دغه کوچنیانو چې ځینې یې سوځېدلي وو او ځینې یې د هډوکو بېلابېلې ناروغۍ لرلې د یو کال په ترڅ کې جرمني هېواد کې  تر درملنې لاندې نیول شوي دي. دا ماشومان افغاني سرې میاشتې د سولې کلي په نوم د جرمني خیریه بنسټ ته معرفي کړي وو. د...

Read More

په لندن کې د لومړي ځل لپاره تېر ماښام د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو له کبله په واټونو کې په زرګونه څراغونه بل شوي وه

د برېتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د راپور له‌مخې، دا لومړی ځل دی چې په یو اروپایي ښار کې د روژې په مناسبت د دېرش زره څراغونو په بلېدو سره داسې ننداره ترسره کېږي. دا نوښت د یوه غیر انتفاعي سازمان (Ramadan Lights UK) له‌خوا رهبري شوی دی او لګښت یې...

Read More

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خپل راپور به د درې اوونیو په ترڅ کې کانګرس ته وړاندې کړي

دا خبره انتوني بلېنکن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سنا یوې استعمایه غونډې ته د چهارشنبې په ورځ کړې ده. په روانه اوونۍ کې د جمهوري غوښتونکو مشر، استازو جرګې ته د وینا پر مهال د بهرنیو چارو وزیر ته خبرداری ورکړ که چېري د دوی له...

Read More

د چین ولسمشر د روسیې درې ورځنی سفر د څو هوکړه لیکونو له لاس‌لیکولو سره پای ته ورساوه

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د شي جین پنګ سفر بریالی او ګټور وګڼی او  دا يي د مسکو او پیکنګ تر منځ د همکاریو د نوی فصل پيل یاد کړ. په ورته وخت کې د امریکا د متحده‌ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون د امریکا د...

Read More

نن د روژې میاشتې لومړۍ ورځ ده

د سعودي عربستان د سترې محکمې اعلان وروسته نن په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده. په افغانستان، متحده‌عربي اماراتو، مصر، کویټ، بحرین، لبنان او یو شمېر نورو  هېوادونو کې د روژې لومړۍ ورځ نن لمانځل کیږي.  افغانستان کې د کار او ټولنیزو چارو...

Read More

د ملګرو ملتونو سرمنشي یوځل بیا له افغان مېرمنو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی دی

‍ انټونیو ګوټېرېش پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په انګړ کې د ښځو په ګډون یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له تولنیز ژوند څخه څنډې ته شوي او عملاً په کورنیو زندانونو کې بندیانې دي. هغه افغانستان ته...

Read More