Archive for Author: Fariha

د کاسو پخوانی ولسمشر هاشم تاچي د هاګ نړیوالې محکمې ته: زه بې ګنا یم

هغه پرون دا څرګندونې هغه نړیوال قضايي هیئت ته وکړې چې د جنګي او بشر ضد جنایتونو د لسو مواردو په اړه د ده د محاکمې لپاره راغونډ شوي وو. تاچي د خپلو مدافع وکیلانو د پرانیستونکې وینا په پای کې له ځایه ولاړ شو او ویې ویل چې...

Read More

یوناما افغانستان کې له خپلو شاوخوا ۳۳۰۰ کارکوونکو څخه غوښتي دي چې په را روانو دوو ورځو کې دې خپلو دفترونو ته نه‌ځي

دې ادارې دا اعلان وروسته له هغه کړی دی چې ا.ا د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز تمدید کړ. د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند ستیفان دوجاریک پرون ماښام په نیویارک کې د ملګروملتو په مقر کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د دې سازمان...

Read More

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره یې یوازې ۵ سلنه بودیجه ترلاسه کړې ده

د اوچا په وینا افغانستان په نړۍ کې تر ټولو له ستر او سخت بشري بحران سره مخامخ هیواد دی خو دوی د روان ۲۰۲۳ م کال بشري مرستو لپاره یوازې ۵ سلنه بودیجه ترلاسه کړې ده. دې ادارې خبرداری ورکړی دی که چیري عاجلي مالي مرستې ورسره ونه...

Read More

سلیم دراني د هند د کرېکټ یو پخوانی لوبغاړی چې په خټه افغان و، د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو

د هند بېلابېلو ورځپاڼو له هغې ډلې هندوستان ټایمز د یکشنبې په ورځ د کرېکټ د دغه پخواني ستوري د مړینې خبر ورکړی دی. ښاغلی دراني په کابل کې زېږېدلی و او د ۱۹۶۰ تر ۱۹۷۰ لسیزې په ترڅ کې يې په ۲۹ ټیسټ لوبو کې ۱۲۰۲ منډې کړې...

Read More

په بلخ کې د ا.ا امنیتي چارواکي وایي، د امربالمعروف او نهی عن المنکر هغه کارکوونکی یې نیولی چې یو ټکسي چلونکی یې په څپېړه وهلی و

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند اصف وزیري یکشنبه ناوخته رسنیو ته ویلي، دغه محتسب د اړوند ارګان له کړن‌لارې سرغړونه کړې او د قانون منګولو ته وسپارل شو. په ټولنیزه رسنیو کې يو وډیو لاس پر لاس کیږي چې ښکاري د امربالمعروف او نهی عن المنکر یو کارکونکی...

Read More

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د بېړنۍ بودیجې غوښتنه کړې ده

 دا اداره وایي، که د روان اپرېل تر پایه ۹۳ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته ترلاسه نه کړي نو ښايي په افغانستان کې له زیانمنونکو سره یې مرستې ودرویږي. د ډبلیو اف پي مشر ډېوېډ بېسلي ویلي دي چې له زیانګالو افغانانو سره د مرستې لپاره کافي بودیجه نه لري...

Read More

هندي رسنیو د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې د یو سېک سوداګر د وژلکېدو خبر ورکړی دی

د راپورونو پر بنسټ د دغه سوداګر نوم ډایال سېنګ ښودل شوی چې تېره ورځ د مارچ په ۳۱مه له ماسپښین وروسته درې نیمې بجې د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو سره ووژل شو. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان...

Read More

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تر اوسه د پاکستان له زندانونو نه تر زرو ډېرو افغانانو ازادېدو خبر ورکړی دی

یاد وزارت د مارچ په ۳۱مه په یو لړ ټویټونو کې ویلي دي چې یوازې په همدې ورځ ۱۷ افغانان له ازادېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. دا وزارت همدارنګه په پاکستان کې د افغان کډوالو د ازادېدو په برخه کې، په اسلام...

Read More

په کابل کې د پروني برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی

رویټرز خبرې اژانس تېره شپه ناوخته د داعش د ټیلګرام چېنل په حواله دا خبر ورکړی دی چې د داعش خراسان څانګې په کابل کې د پروني خونړي برید مسوولیت منلی دی. په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته په پرونۍ چاودنه کې د یو...

Read More

د ا.ا له بنده د مدني فعال ‘مطیع الله ویسا’ د ژر ازادېدو غوښتنه شوې ده

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي د ا.ا له بنده د مدني فعال او د قلم لار ټولنې د مشر مطیع الله ویسا د ژر تر ژره ازادېدو غوښتنه کړې ده ریچارد بېنيټ نن سهار پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ا.ا له...

Read More