Archive for Author: Fariha

ترکيه او سوريه کې د زلزلې د قربانيانو شمېر له ۴۱زرو اوښتی دی

د ترکیې دولتي راډیو ټلوېزیون TRT  راپور ورکړی دی چې د فبروري د ۶مې زلزلې د قربانیانو شمېر په ترکیه کې تر دې دمه له ۳۵ زرو خلکو او په سوریه کې نژدې ۶ زره کسانو ته رسېدلی دی. فرانسپرس خبري اژانس، الجزیزې او BBC هم دې ته ورته...

Read More

بدخشان کې سيند ته د تېلو د يو ټانکر د غورځېدو په پېښه کې دوه کسان ورک شوي دي

د راپورونو له مخې دغه پېښه د بدخشان په شغنان ولسوالۍ رامنځته شوې ده. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، معزالدین احمدي پرون ماښام رسنیو ته وویل، چې د تېلو دغه ټانکر تېر مازیګر د واورې ښویېدو له کبله سیند ته لوېدلی دی. د احمدي په خبره خلکو...

Read More

د ملګرو ملتونو څېړونکي وايي سیف العدل د القاعده شبکې نوی مشر ټاکل شوی دی

دغه څېړونکي وايي، د ملګرو ملتونو د ډېری غړو هېوادونو حکومتونه پر دې باور دي چې د دې ډلې نوی مشر (سیف العدل) پخوا د القاعده شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن د ساتونکو مشر و. دغو کارپوهانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه رپوټ کې ویلي...

Read More

پاکستان په بهرني هیوادونو کې افغان اتباعو ته د وېزو په ورکړي بندېز لګولی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې افغان اتباعو ته د پاکستان د ویزو په ورکولو بندیز لګول شوی دی. رسنیو ته د دغه وزارت لاسته راغلي مکتوب کې برېتانیا، هسپانیا، ایټالیا، جرمني، پرتګال، یونان، اتریش، فرانسې، ناروې، ایرلند او هالند کې...

Read More

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړېدو خبر ورکړی دی

هغه ویلي اوس مهال تر ډېره خوراکي مواد، غوړي او ساختماني مواد له روسیې واردوي ځکه روسیې له افغانانو سره د سوداګرۍ شرایط نرم کړي دي. ښاغلي الکوزي زیاته کړې چې په ۲۰۲۲ کال کې زموږ تجارت له روسیې سره ټول کال د ۶۶ میلیونو ډالرو په ارزښت وو...

Read More

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په شارجه سټډیوم کې د افغان او پاکستاني ننداره‌چیانو ځایونه به سره جلا شي

د پاکستان جنګ او جیو ټي وي راپور ورکړی چې د شارجې د سټډيوم مسوولینو دوی ته تاییده کړې چې د افغان او پاکستاني ننداره چیانو د احتمالي شخړې د مخنیوي لپاره یې دا پرېکړه کړې ده. تر اوس پورې د شارجې د سټديوم منتظمینو او د متحده عرب...

Read More

د ترکیې ولسمشر وايي، د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلو ودانیو سربېره، نورې لکونه ودانۍ هم د اوسېدو وړ نه دي

رجب طیب اردوغان پرون شنبه د فبرورۍ په ۱۱مه د دیاربکر د زلزلې ځپلې سیمې څخه د لیدنې پر مهال د دغې سیمې د اوسېدونکو سره د خبرو په ترڅ کې رسنیو ته ویلي: “د هغو ودانیو سربېره چې له یو مخه نړېدلي دي، په سلګونو زره نورې ودانۍ...

Read More

په افغانستان کې له پېښو سره د مبارزې وزارت، په هیواد کې څه باندې شلو ولایتونو کې له دوو ورځو راهیسې د واورو او بارانونو د دوام خبر ورکړی دی

د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي په یوه پیغام کې د ځینو خلکو د زیانمنېدو او د کورونو ورانېدل هم تایید کړي دي. رحیمي ویلي: “د واورې ښووېدنې له امله د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې یو کس مړ شوی دی او همدارنګه په بادغیس، کونړ، فاریاب...

Read More

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافېرې ویلي، افغان نجونې د ساینسي علومو له زده کړو محرومې شوي دي

کرن ډیګر دا خبرې پرون د فبرورۍ په ۱۱مه د ‘ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو’ د نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي. نوموړې پرون په خپل ټویټر کې د افغان نجونو د روباټیک ټیم د غړو په ګډون د یو شمېر افغان ښځینه ساینس پوهانو یادونه...

Read More

د ترکیې او سوریې په زلزله کې د وژل شویو شمېر ۲۴ زرو ته رسېدلی دی

ترکیه او سوریه کې د تېرې اوونۍ ځواکمنه زلزله کې د وژل شویو کسانو تایید شوی شمېر اوس نږدې ۲۴زرو تنو اوښتی دی. په دوی کې تر۲۰۲۰۰ ډېر ترکیه او پاتې څه باندې ۳۵۰۰ سوریه کې وژل شوي دي. په دې زلزله کې د دواړو هېوادونو سلګونه زره کسان...

Read More