د ملګرو ملتونو څېړونکي وايي سیف العدل د القاعده شبکې نوی مشر ټاکل شوی دی

د ملګرو ملتونو څېړونکي وايي سیف العدل د القاعده شبکې نوی مشر ټاکل شوی دی

دغه څېړونکي وايي، د ملګرو ملتونو د ډېری غړو هېوادونو حکومتونه پر دې باور دي چې د دې ډلې نوی مشر (سیف العدل) پخوا د القاعده شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن د ساتونکو مشر و.

دغو کارپوهانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه رپوټ کې ویلي چې القاعده شبکې په کابل کې د امریکايي ډرون په برید کې د خپل مخکېني مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته د خپل نوي مشر په اړه تر اوسه اعلان نه دی کړی.

خو وايي د تېر کال په نومبر او ډیسمبر میاشتو کې په دې تړاو د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو خبرو اترو ښودلې چې سیف العدل ددې شبکې د مشرۍ چارې په خپل لاس کې اخیستې دي.