د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافېرې ویلي، افغان نجونې د ساینسي علومو له زده کړو محرومې شوي دي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافېرې ویلي، افغان نجونې د ساینسي علومو له زده کړو محرومې شوي دي

کرن ډیګر دا خبرې پرون د فبرورۍ په ۱۱مه د ‘ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو’ د نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي.

نوموړې پرون په خپل ټویټر کې د افغان نجونو د روباټیک ټیم د غړو په ګډون د یو شمېر افغان ښځینه ساینس پوهانو یادونه هم کړې او د افغان نجونو د تعلیم د بندیزونو په لرې کولو ټينګار کړی دی.

نړۍ په داسي حال کې د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو لاسته راوړنې لمانځي چې ا.ا د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان له نیولو وروسته پر ښځو سخت بندیزونه ولګول.

ا.ا په لومړیو کې تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ وتړلې او وروسته یې افغان نجونې پوهنتونونو ته له تګه هم منع کړې.