د ترکیې ولسمشر وايي، د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلو ودانیو سربېره، نورې لکونه ودانۍ هم د اوسېدو وړ نه دي

د ترکیې ولسمشر وايي، د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلو ودانیو سربېره، نورې لکونه ودانۍ هم د اوسېدو وړ نه دي

رجب طیب اردوغان پرون شنبه د فبرورۍ په ۱۱مه د دیاربکر د زلزلې ځپلې سیمې څخه د لیدنې پر مهال د دغې سیمې د اوسېدونکو سره د خبرو په ترڅ کې رسنیو ته ویلي: “د هغو ودانیو سربېره چې له یو مخه نړېدلي دي، په سلګونو زره نورې ودانۍ هم د ساختماني زیانونو له امله د استوګنې وړ نه دي.”

په ترکیه او سوریه کې د فبرورۍ د میاشتې د شپږمې نېټې د سختې زلزلې په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر نږدې ۲۸ زرو ته رسېدلی دی.

د دې زلزلې د وژل شویو له ډلې شاوخوا نوي فیصده یې په ترکیه کې دي.

د  ترکیې د دوشنبې ورځې په زلزله کې لسګونه زره کسان ټپیان شوي او په سلګونو زره د استوګنې او سوداګریزې ودانۍ ویجاړې شوي دي.