پاکستان په بهرني هیوادونو کې افغان اتباعو ته د وېزو په ورکړي بندېز لګولی دی

پاکستان په بهرني هیوادونو کې افغان اتباعو ته د وېزو په ورکړي بندېز لګولی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې افغان اتباعو ته د پاکستان د ویزو په ورکولو بندیز لګول شوی دی.

رسنیو ته د دغه وزارت لاسته راغلي مکتوب کې برېتانیا، هسپانیا، ایټالیا، جرمني، پرتګال، یونان، اتریش، فرانسې، ناروې، ایرلند او هالند کې د پاکستان سفارتونو او قنسولګریو ته ویل شوي چې تر بل امر پورې دې افغان اتباعو ته د هر ډول ویزې له صادرولو ډډه وکړي.

د راپورونو له‌مخې هغه افغانان چې په اروپايي او لوېدیځو هېوادونو کې یې پناه اخیستې وه او د ځينو محدودیتونو له مخې په مستقیم ډول افغانستان ته نه‌ شوای راتللی نو په تېرو کلونو کې به یې یا خپلې کورنۍ پاکستان ته ورغوښتلې او یا دوی په خپله د ځمکې له لارې له پاکستانه افغانستان ته اوښتل.