پیټرپاول د لوېدیځ ملاتړی دی او له اوکراین سره د مرستې ننګه کوي. ده تېره شپه په پلازمېنه پراګ کې خپلو پلویانو ته وویل: “زه یوازې له هغو کسانو څخه نه چې ماته یې رایه راکړې، له هغو څخه هم مننه کوم چې ماته یې رایه نه ده راکړې...
له پېښو سره د مبارزې د وزارت چارواکو تېره شپه ناوخته رسنیو ته وویل چې په سالنګونو کې یوازې کوچني موټرونه کولای شي تګ راتګ وکړي. د هوا پېژندنې د یو شمېر نړیوالو ادارو له اټکل سره سم نن به په سالنګونو کې درنه واوره اوري او سبا ته...
پرون چهارشنبه د دغه بانک په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه شمېر نویو افغانیو کې د لسو، شلو، پنځوسو او سلو افغانیو بانک نوټونه شامل دي. د افغانستان بانک په خبره، د نویو بانکنوټونو په بدل کې سل ملیونه زاړه بانکنوټونه له سوداګریزو بانکونو څخه ټول شوي دي....
د ا.ا د ادعا له مخې حکومت یې په ولس کې ژورې ریښې لري او دا په بهرنیو مرستو متکي نظام نهدی. په هغه اعلامیه کې چې ښاغلي م جاهد د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته لېږلې راغلي، افغانستان کې به د اوږدې جګړې له کبله تر یوه وخته...
له دوشنبې تر پرون پورې د ۲۴ ساعتونو لپاره په پاکستان کې برښنا نه وه، چې د دغه هېواد ۲۲۰ ملیونه وګړي په تیاره کې پاتې وو. په پاکستان کې د برښنا د پارچاوۍ له کبله د تولیدي فابریکو چارې په ټپه ولاړې وې او په روغتونونو کې بیا...
د رویټرز خبري اژانس په حواله، جنریک پرون سېشنبه د برېتانیا پارلمان ته د وینا پر مهال ویلي، د ماشومانو د ورک کېدو ۴۰۰ پېښې ثبت شوي دي چې تر اوسه لا هم د ۲۰۰ ماشومانو برخلیک نه دی څرګند، د دغو ورکو ماشومانو له ډلې ۸۸ یې البانیايي،...
هغه همدارنګه په بروکسل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امینې محمد سره د کتنې عکس خپور کړی او لیکلي چې له مېرمن امینې سره یې د افغانستان تر سفر وروسته معوماتي بحثونه درلودل. امینه محمد چې د ملګرو ملتونو د یوه هیئت مشري کوله، تېره...
د افغانستان د شلو اورونو لوبډلمشر راشدخان په شل اوریزو لوبو کې ۵۰۰ وېکټې پوره کړې او د نړۍ په کچه د وېکټو اخيستونکو په ډله کې دویم مخکښ توپ اچونکی شو. خان په ۳۷۱ شل اوریزو سیالیو کې پوره ۵۰۰ وېکټې ترلاسه کړي دي. نوموړي د دوشنبې په...
ټاکل شوې چې د دې کمپاین په ترڅ کې به په هغو ولایتونو کې چې د پولیو ګواښ په کې ډېر دی له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۵،۳ میلیون کوچنیانو ته د واکسین څاڅکي ورکړل شي. دا کمپاین د پلازمېنې کابل په ګدون شاو خوا د افغانستان په...
د لاریون کونکو له خوا د قران کریم د نسخو سوځول د سویډن او ترکیې ترمنځ ترینګلتیا لا ډېره کړې ده. د راپورونو په اساس د سویډن یوه ښي اړخي سیاستوال د پولیسو په مخ کې د قران نسخې سوځولې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د...