د چک پوځ پخوانی مشر پیټرپاول د جمهوري ریاست په ټاکنو کې پخواني صدراعظم اندرې بابیش ته ماتې ورکړه

د چک پوځ پخوانی مشر پیټرپاول د جمهوري ریاست په ټاکنو کې پخواني صدراعظم اندرې بابیش ته ماتې ورکړه

پیټرپاول د لوېدیځ ملاتړی دی او له اوکراین سره د مرستې ننګه کوي.

ده تېره شپه په پلازمېنه پراګ کې خپلو پلویانو ته وویل: “زه یوازې له هغو کسانو څخه نه چې ماته یې رایه راکړې، له هغو څخه هم مننه کوم چې ماته یې رایه نه ده راکړې او د رایي ورکولو لپاره راوتلي وو، ځکه دغه کسان ډیموکراسۍ ته او هغه څه ته چې په دې هېواد کې تېرېږي اهمیت ورکوي.”

همداراز د چک پخواني صدراعظم او میلیاردر اندري بابیش خپله ماتې ومنله.

۶۱ کلن پاول د انتخاباتي کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه چې په کلکه به د ناټو، اروپایي ټولنې او له اوکراین سره د مرستې ملاتړي وي.