د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پرون سې‌شنبه د برښنا د پارچاوۍ له کبله له خپل ملت څخه بښنه غوښتې ده

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پرون سې‌شنبه د برښنا د پارچاوۍ له کبله له خپل ملت څخه بښنه غوښتې ده

له دوشنبې تر پرون پورې د ۲۴ ساعتونو لپاره په پاکستان کې برښنا نه وه، چې د دغه هېواد ۲۲۰ ملیونه وګړي په تیاره کې پاتې وو.

په پاکستان کې د برښنا د پارچاوۍ له کبله د تولیدي فابریکو چارې په ټپه ولاړې وې او په روغتونونو کې بیا له اضطراري جنراټورونو کار واخیستل شو.

د دې هیواد د انرژۍ وزیر، خرم دستګیر خان ویلي، په پاکستان کې برښنا د سې‌شنبې سهار بېرته عادي حالت ته راوګرځېده خو په هغو برخو کې برښنا بیا فعالېدو ته اړتیا لري چې د تولید بټۍ یې په اټومي انرژۍ او د ډبرو په سکرو چلېږي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د خپل حکومت په استازیتوب له خپلو خلکو د برښنا پرچاوۍ له امله بښنه وغوښته او وویل چې د پارچاوۍ د علت معلومولو لپاره یې د څېړنو امر کړی دی او عاملان به مجازات شي.